وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد یو‌شمېر مهم سوداګریز بندرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، اوس داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبان په دغو بندرونو کې له هېواده بهر د تلونکو او راتلونکو مسافرو پر پاسپورټونو  دخولي او خارجي ټاپې لګوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دا لړۍ له ستونزې پرته په ځینو سیمو کې دوام لري او یو‌شمېر ګاونډیو هېوادونو د دوی له لوري د مسافرو پر پاسپورټونو لګول شوې خروجي ټاپه هم منلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو نوموړی زیاتوي چې په سپین بولدک کې له پاکستاني چارواکو سره دا ستونزه نه ده حل شوې او پر ځای پاتې ده.

هغه وویل: «تراوسه پورې په اسلام قلعه او ځینو نورو بندرونو کې هم مسافر ځي او راځي او زمونږ له‌خوا ورته دخولي او خروجي ټاپه وهل کېږي، څه ستونزه نه شته او په ځینو ځایونو کې لا تر اوسه کار ابتدایي دی، نه دی پیل شوی.»

په همدی حال کی د حقوقی چارو کارپوهان بیا وایې چې دا چاره له حقوقی پلوه ناقانونه ده، خو د اړتیا په صورت کې کومه ستونزه نه لري.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر‌ګل احمد مددزی وایې، د دولت د حاکمیت تمثیل په دې پورې اړه لري چې څوک په خاوره واک لري او کومه ډله یوه سیمه کنترولوي او قوانین وضع کوي، نو په مقابل کې یې ګاونډي حګومتونه دې ته غاړه ږدي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د مشر په وینا، په پوله کې خلک تګ را تګ کوي او دولتونه مجبور دي چې اجازه ورکړي، ځکه خلک باید له ستونزو خلاص شي.

د نړیوالو چارو کارپوه سبحان الله مصباح وایي، له حقوقي پلوه نړیوال د افغانستان اسلامی جمهوریت په رسمیت پیژني او طالبان یوه ډله ده چی د ده په وینا، مشروعیت او حقوقی ارزښت نه لري.



نوموړی زیاتوي چې د اړتیا او د ډیپلوماتیکو اصولو پر اساس د ویانا کنوانسیون شته او دا کنوانسیون د کنسلګرۍ او دیپلوماسۍ مسایلو کی عملي دی او دا پروسه ورسره په ټکر کې ده.

هغه وویل: «د دې لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید خپل دریځ روښانه کړي چې له پاکستان، ایران او ترکمنستان هیوادونو ته چې اوس خلک تګ راتګ کوی، د حل لاره راپیدا کړي او دغو هېوادونو ته باید ووایي چې دا د ضرورت پر اساس ده او د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه باید خپله دیپلوماسي موضوع باید معلومه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ومو غوښتل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شو.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال وسله‌وال طالبان د هېواد په ۷سرحدي ګمرکونو باندې ولکه لري او هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره کېږي چې دغه ډله د مسافرو پر پاسپورټونو دخولي او خروجي ټاپې لګوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام