په کندهار ولایت کې یو‌شمېر سرچینې وایي چې وسله‌وال طالبان په دغه ولایت کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلک له خپلو کورونو راباسي او له دولت سره د همکارۍ په تور یې وژني. یادې سرچینې وایي، طالبان په ټولو هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، استخباراتي شبکې لري او د هغوی په مرسته دغه کسان په نښه کوي.

په ورته مهال یادې سرچینې زیاتوي چې د دغه ولایت د ولسوالیو سربېره طالبانو په کندهار ښار کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې هم د استخباراتي شبکې په همکارۍ له دولت سره د تړاو په تور یو‌شمېر کسان وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم په دې راپور کې یاد شي، سلام‌وطندار ته وایي چې دوی د طالبانو د استخباراتي شبکې له وېرې په ښکاره له چا سره خبرې نه شي کولای او وېرېږي چې طالبان به یې په یوه نوم ووژني.

 د سرچینې په وینا، د سپین بولدک سربېره طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ګڼ‌شمېر کسان له کورونو اېستلي چې تراوسه یې د مړي او ژوندي په اړه معلومات نشته دی.

په همدې حال کې یوه بله سرچینه بیا وایي چې پرون ورځ یې ځينې پاکستاني عسکر لیدلي چې د سپین بولدک په «وېش» بازار کې په ازاده توګه ګرځېدل او دواړه خواو ته یې تګ راتګ کاوه. سرچینې ویلي، د سیمې خلک د پاکستان په مستقیمه لاسوهنه سخته اندېښنه لري، خو د طالبانو له وېرې خپل غږ نه شي پورته کولای.

دغه سرچینه زیاتوي، هغه سیمې چې د کندهار د مخیکني امنیه قومندان جنرال رازق له لوري پرې له پاکستاني سرتیرو جګړه وکړه او پاکستاني سرتیري له هغو سیمو پسې واخیستل، اوس یو ځل بیا پاکستاني ملېشې په دغو سیمو کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي.



که څه هم په دې اړه پرون ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوشمېر ویډیوګانې هم خپرې شوي، خو وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د سپين بولدک یوشمېر اوسېدونکي بیا وايي، په دغه سیمه کې هغه خلک وژل کېږي چې مخکې يې زړې دښمنۍ درلودې چې اوس یې د غچ اخیستلو پلمه ترلاسه کړې او د طالب له نوم څخه ګټه اخلي.

دا په داسې حال کي ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي فدا‌محمد افغان رسنیو ته ویلي و چې وسله‌والو طالبانو د نوموړي دوه زامن د شپې له‌خوا له کوره ایستلي او وژلي یې دي.

په ورته مهاله څو ورځې وړاندې هم طالبانو د کندهار ولایت طنز جوړونکی چې په «خاشه جوان» مشهور و، په ډنډ ولسوالي کی له خپل کوره اېستلی او وژلی یې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره سم د بشرحقونو نړیوالو ټولنو په کندهار کې د ملکي وګړو پر وژنې خواشینې څرګنده کړې او دا یې یو ستر جنایت بللی دی.

بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې په سپين بولدک ولسوالي کي د ملکي وګړو له کوره اېستل او وژلو کې یې دغه ډله لاسه نه لري او د کندهار د ولایتي شورا د غړي د دوو زامنو په اړه وایي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې او په دې اړه پلټنې کوي.

وموغوښتل د کندهار په سپین بولدک او نورو هغو سیمو چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د  سلګونه ملکي وګړو د وژنې په اړه د امنیتي بنسټونو د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره-سره بیا هم بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام