لسګونو کندهاریانو نن د دغه ولایت په زړه کې لاریون وکړ او د جګړې له لوریو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس او اوربند وکړي. دغه معترضان مدني فعالان، ځوانان او عام وګړي وو چې په یوه خوله یې د خپلې بې‌وسۍ او جګړې د درېدو شعارونه ورکول.

د دوی په وینا، هره شپه په کندهار کې جګړه او بمبار روان وي چې له کبله یې اووه زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او هره ورځ په‌کې له لسو ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لاریونوال وايي، د روان ترینګلي وضعیت له کبله یې کورونه خوشې کړي، کاروبار یې په ټپه ولاړ دی او حکومت باید د کندهار ښار امنیت ته جدي پام وکړي.

یو لاریونوال محمدهارون الماس د جګړې له دواړو خواوو غواړي چي تر هر څه وړاندې د اوربند لپاره لاس په‌کار شي، ځکه په کندهار کې د جګړې بل شوی اور ورځ تر بلي د خلکو ژوند ته پېښ ګواښ پر ناورین بدلوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، خلک سوله غواړي او هېڅوک حق نه لري چې ویې وژني او د جګړې ښکېل لوري باید ورته د ژوند حق ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې د کندهار د ولسوالیو ترڅنګ، په ښار کې دننه هم جګړه روانه ده او هره ورځ تر لسو زیات ټپیان او جسدونه میرویس حوزوي روغتون ته ور وړل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام