د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې څه موده وړاندې د درملنې لپاره ترکیې هېواد ته تللي و، پرون بېرته هېواد ته راستون شوی او وایي چې د شمال جګړه‌ییز وضعیت په اړه ولسمشر ته یوه طرحه سپاري.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو د دې خبر د تایید ترڅنګ وایي چې مارشال دوستم د هېواد د شمال او شمال ختیځو سیمو د امنیتي وضعیت د مهار لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري او ډېر ژر به د لاسه تللو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره د ولسي پاڅونوالو د جوړېدو په اړه اقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال  نیرو زیاتوي چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې به مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره وګوري او د یوې  طرحې له وړاندې کولو وروسته به شمال ته وګرځي. خو نوموړي د دې طرحې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

هغه وویل: «هغه طرحې چې له میاشتو او کلونو راهیسې له دوستم سره دي، په اوسنیو شرایطو کې ولسمشر دغو طرحو ته اړتیا لري، څو د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره ور څخه ګټه واخلي.»

په همدې حال کې نیرو وایي چې له ولسمشر سره  د دغو طرحو له شریکو وروسته به یې د پلي کولو چارې پیل شي او د ولسي پاڅونوالو د تجهیز مسله چې تراوسه پر ځای پاتې په دغه لیدنه کې به ورباندې بحث او خبرې وشي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه د حکومت له لوري د تجهیز مسله پر خپل ځای پاتې، یوه مسله چې له حکومت سره به شریکه شي، هغه د ولسي پاڅونوالو د تجهیز او پیاوړي کولو مسله ده چې له ولسمشر سره به د خبرو یوه برخه وي.»



د هېواد په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو د ډېروالي له امله، مارشال دوستم جوزجان ولایت کې د ولسي پاڅونوالو د سمبالښت او رهبرۍ لپاره دغه ولایت ته لاړ.

په داسې حال کې چې جګړه په دغه ولایت کې روانه وه عبدالرشید دوستم د درمنلې لپاره ترکیې هېواد ته لاړ چې د راپورونو  پربنسټ د درمنلې په بهیر کې هم له ترکیې څخه په هېواد کې د خپلو محلي قومندانانو سره په اړیکه کې و او دوی ته یې د جګړې په اړه سلا مشورې ورکولې.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام