Asset 1SWN

دوستم: که د سولې خبرې پایله ورنه کړي، چمتو يم طالبانو سره جګړه وکړم

dost-p3ha78kptxlwrnmbjzv1hk7laxymuu57x5w8zwt6rs

د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستیال او د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له یو نیم کال وروسته نن کابل ته راستون شو. نوموړی کابل ته د راګرځېدو موخه د هېواد روان وضعیت په اړه ولسمشر او سیاسي مشرانو سره لیده‌کاته او خبرې بولي.

دوستم کابل کې د هغه د بېرته راستنېدو مراسمو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له زیاتېدو نیوکه وکړه او ويې ویل، طالبان د هېواد وضعیت په ترینګلي کولو سره غواړي، د دولت پر وړاندې د خلکو باور زیانمن کړي.

نوموړی د قطر دوحې کې بین‌الافغاني خبرو ته په اشارې وايي، که دغه بهیر ماتې سره مخ شي، هغه طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

دوستم زياته کړه:« د سولې له پروسې ملاتړ کوو او که پایله یې ور نه کړه، د جمهوریت له اوسني سیستم څخه ملاتړ ته چمتو یو. تاسو به ووينئ. ډاډه اوسئ زموږ لاره د حق ده. زموږ جګړه روا ده او موږ د جګړې ډګر ګټونکي یو. موږ د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو، جګړه پای ته نه شو رسولی؛ خو طالب ته ماتې ورکولی شو.»

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و خپلو خبرو کې یې د سولې په اړه وویل، د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف جګړې او ناامنۍ زیاتې شوي.

عبدالله یو ځل بیا هرڅه ژر د بین‌الافغاني خبرو پر پیل او د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم دغو مراسمو کې وویل، د وضعیت په خرابولو او د زور له لارې پر افغانستان واکمنېدل امکان نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام