پر کابل پوهنتون له ډلهييز بريد يوه ورځ وروسته د اسلامي همکاريو سازمان او ناټو دغه بريد غندلی دی.
د اسلامي همکاريو سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ياد سازمان هر ډول تاوتريخوالی، افراطيت او تروريزم غندي او ردوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ د تېرې ورځې د قربانيانو له کورنيو سره د همدردۍ ترڅنګ له داعش ډلې سره يې پر مبارزې ټينګار کړی دی.
له دې وړاندې د اروپايي ټولنې استازيو او کابل کې د برېتانیې سفارت د تېرې ورځې برید قربانیانو ته په درناوي د خپلو هېوادونو بیرغونه نیمه ځوړند کړي دي.
د افغانستان حکومت هم نن سه شنبه هېواد کي ملي ویر اعلان کړی دی او له دې سره به د هېواد بیرغ په ټولو دولتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې نیمه ځوړند وي.
پر کابل پوهنتون برید سیمه او نړۍ کې سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د کابل پوهنتون يو شمېر زدهکوونکيو يادې پېښې ته په غبرګون کې نن د کابل پوهنتون د دروازې مخکې راټول شوي او له طالبانو سره د سولې خبرو د درېدو غوښتنه کړې ده.
افغان دولت دغه بريد د طالبانو کار ګڼي؛ خو طالبانو ويلي چې ياد بريد کې دوی لاس نه لري.
د ياد بريد مسووليت چې په رسمي توګه داعش ډلې پر غاړه واخيست، ۱۹ کسان په کې ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د نړۍ ۴۲ هېوادونو استازيو دغه برید غندلی دی.