Asset 1SWN

«له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د شرايطو پر بنسټ کېږي»

231c7e68-2ab8-47d6-bd6d-4b6ecde33c7a-p2qu6ixprouajvz4ye25vlvlcqkmolv4k8ttqo1evo

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوول وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د شرایطو پر بنسټ ترسره کېږي.

د يادې اتحاديې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دغه څرګندونې تېره ورځ وروسته له غرمې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلفوني اړيکه کې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلفوني اړيکه دواړو لوريو د افغانستان او اروپایي اتحاديې د اړیکو او د افغانستان سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

اروپایې اتحاديې په افغانستان روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي او د جګړې له ښکېلو خواوو يې د تاوتریخوالي کمېدو او د دایمي اوربند غوښتنه کړې.

ټاکل شوې وه امريکا له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې د روان ميلادي کال مې مياشتې پيل کې له افغانستانه خپل سرتېري وباسي او دا وتل به شرایطو پورې تړلي وي.

په وروستيو کې د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال ډیپلوماسي د دغه هېواد د دولت تر ټولو لومړۍ وسیله بللې او په وینا یې، کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را ايستلو موده له پامه وغورځوي.

بايډن ټینګار کړی چې په نړۍ کې به په مسوولانه ډول د اوږدمهاله جګړو د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

تر دې وروسته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس مکېنزي وویل چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو را ايستل د دغه هېواد له شرایطو سره تړلي دي.

خو په مقابل کې يې طالبانو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټيڼګار کړی دی او ويلي يې دي، د دوحې د هوکړې عملي کېدل، د امريکا او د طالبانو په ګټه ده.

طالبانو ويلي، که بهرني ځواکونه په ټاکلې موده کې له افغانستانه ونه وځي، پر بهرنيو ځواکونو به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام