Asset 1SWN

خلیلزاد: پر پوهنتون بريد د امتياز اخيستنې فرصت نه دی

AAAA-oxuzudde0lnu5a1n2r3u7ed97xzuiht2yt184a0az8

 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون پرونی بريد چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی یو «وحشيانه عمل» بللی او غندلی دی.

خلیلزاد وايي، د ياد بريد عاملان د سولې مخالفان دي او د جګړې دایمي حالت غواړي.

نوموړي نن پر خپله  ټوېټرپاڼه ليکلي: « د ترهګریزو اعمالو مرتکبین یوازې د زده‌کړې خلاف نه دي بلکې د ناپوهۍ پلوي هم دي. دوی غواړي ګډوډي او بې ثباتي، ترهګري او فقر رامنځته کړي. دوی د سولې مخالفت کوي او ترې وېره لري او د دومداره جګړې غوښتونکي دي.»

خلیلزاد پر کابل پوهنتون بريد د وحشي ګڼلو ترڅنګ ويلي، دا برید د حکومت او طالبانو لپاره د یوه او بل پر وړاندې د امتياز اخيستو فرصت نه دی؛ ځکه چې په خبره يې دواړه لوري له یوه ګډ دښمن سره مخ دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی له دولت او طالبانو غواړي چې سولې لپاره متحد شي او اوربند او یوه سیاسي جوړجاړي ته لار ومومي. «دا ګامونه به د دې نه بیانوونکي بربریت لپاره سم ځواب وي.»

د تېرې ورځې بريد چې شاوخوا ۶ ساعته يې دوام وکړ، ۱۹ کسان په‌کې ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

داعش ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه واخيسته؛ خو د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح وويل چې پر کابل پوهنتون پرونی بريد د حقاني شبکې کار دی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام