د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون ماښام د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره په خبرو کې له افغان سولې نه د امریکا د هراړخیز ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.
په دې ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن او په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني هم ګډون کړی و. دواړو لوریو د سولې په برخه کې د وروستیو بدلونونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لوریو په یاده ویډیويي ناسته کې د افغان سولې د دویم پړاو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې د کابل او واشنګټن پر ګډ کار او هڅو ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، زلمي خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د سولې خبرو د دویم پړاو او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دوامداره همکاري کوي.
خبرپاڼه زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په یاده ناسته کې د افغان سولې پروسې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه پر اجماع او ملاتړ ټینګار کړی دی.
زلمی خلیلزاد د تېرې سهشنبې په ورځ دوحې ته د دولت د سولې مرکچي پلاوي له سفر سره همهماله کابل ته راغی. نوموړي د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله او یوشمېر نورو سیاستوالو سره لیدلي، خو له ولسمشر غني سره یې تراوسه نه دي لیدلي.
د دولت او طالبانو د سولې خبرو لومړی پړاو له درې میاشتو وروسته پای ته ورسېد او دویم هغه یې هم دوه ورځې وړاندې پیل شو. ټاکل شوې د دواړو لوریو مرکچیان سبا شنبه د دویم پړاو خبرو پر اجندا باندې بحث پیل کړي.