د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د ميدان وردکو په بهسود ولسوالۍ کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې د ۵ امنیتي ځواکونو او د پیلوټ په ګډون د ۴ کارکوونکيو وژل يو ښکاره جنايت دی او د دغه جنايت عاملانو ته بايد سزا ورکړل شي.
صالح وايي، په هغه شپه بهسود ولسوالۍ کې د هېڅ چا پروړاندې عملیات نه وو پلان شوي چې د نامسووله وسلهوال د عليپور د ملېشو له لوري چورلکه وويشتل شوه. نوموړی زياتوي، دغې پېښې ته قومي بڼه ورکول «تېروتنه» ده.
نوموړي نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: « هېڅکله د هېواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د کوم قوم او سیمې پر ضد د اقدام ښکاره او پټ امر نه دی شوی. او پر هیلیکوپتر ډزې هغه هم د شپې په تیاره کې مرموز جنایت ګڼي.
ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۸مه نېټه وويل چې د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ د افغان هوايي ځواک د یوې مې ـ ۱۷ لوا ۷۷۷ چورلکې لوېدو پېښه کې ۵ امنیتي ځواکونه او د پیلوټ په ګډون یې ۴ کارکوونکي وژل شوي دي چې د پېښې مسوولیت د عليپور په نامه نامسوول وسلهوال واخیست.
او له دې پېښې وروسته حکومت د غچ اخیستو اعلان وکړ.
دوه ورځې وړاندې د هېواد ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې میدان وردګو کې یې د عليپور پر پلویانو برید کړی چې پایله کې یې ۱۲ مېلشې وژل شوي دي.