تېره ورځ د کابل انټرکانټيننټل هوټل ته نږدې سړکونه د څو ساعتونو لپاره تړلي وو. د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، دا سړکونه ځکه تړلي وو چې په یاد هوټل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د زوی واده و.

د پلازمېنې اوسېدونکي د سړکونو له بندېدو شکایت کوي او وايي، د صالح د زوی واده د خلکو ورځنیو فعالیتونو ته زیان رسولی دی.

د ذکرالله په نوم یو ډاکټر چې د تېرې ورځې لاربندي له کبله ونه توانېده روغتون ته د عملیات لپاره ورسېږي وايي، تېره ورځ یې ولیدل چې د لارو بندېدو له کبله ډېر شمېر عاجلو ناروغانو، له دې وړاندې چې روغتون ته ورسېږي، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نیوکې دلته پای ته نه رسېږي، د کابل ښار اوسېدونکي چې پرون څو ساعته د لارو بندښت سره مخ وو وايي، یاد هوټل ته نږدې د لارو بندېدل لامل شو چې خلک خپل کارونو ته پر وخت رسېدنه ونه کړي.

عبدالاحد چې د کابل ښار په «کارته پروان» سیمه کې دوکان لري وايي، د امرالله صالح د زوی واده ټرافیکو ته ګڼه‌ګوڼه جوړه کړه چې ډېر خلک اړ شول چې کورونو ته پلي لاړ شي.

د تېرې ورځې د لارو بندېدو په اړه ولسي جرګې هم غبرګون وښوده. د يادې جرګې يو شمېر غړي وايي، په داسې حال کې چې امرالله صالح د کابل وضیعت د ښه والي خبره کوي؛ خو تېره ورځ کابل ښاریانو ولیدل چې قانون څنګه پلی شو او خلک يې له کومو ستونزو سره مخ کړل.

د دې موضوع په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو هم نیوکې کړې دي.

یوه پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، کوم کارونه چې دولتي چارواکي کوي او خلکو ته ستونزې جوړوي بیا دوی دا تمه لرلای شي چې خلک دې د دوی ملاتړ وکړي، په داسې حال کې چې د یوه واده مراسم په داسې ډول جوړېږي چې ښاریانو خپل ناروغان په شا روغتونونو ته يوړل.

د لارو بندېدو له کبله د خلکو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکيو له نیوکو وروسته امرالله صالح نن له خلکو بښنه وغوښته.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام