ولسي جرګې د لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښود چې د ملي شورا یوشمېر غړي یې په فساد کې ښکېل بللي وو او په وینا یې، تر اوسه د ملي شورا هېڅ غړي په فساد کې د لاس لرلو بیه نه ده پرې کړې.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون جینوا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان د پارلمان ځینې غړي په فساد کې ښکېل دي او د دې لپاره چې قانون پرې پلی شي، په‌کار ده چې قضايي خوندیتوب یې پای ته ورسېږي.

د صالح په وینا، د دغې شورا ځینې غړي د بودجې سند برابرولو پر مهال پر وزیرانو د خپلو ناقانوني غوښتنو عملي کولو لپاره هغوی له دندو په لرې کېدو ګواښي.

خو د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د څرګندونو په غبرګون کې خپله رسمي اجندا چې ټاکل شوې وه یوشمېر نوماند وزیران په‌کې خپلې طرحې وکیلانو ته وړاندې کړي، لغوه او نوماند وزیران یې بېرته رخصت کړل.

د ولسي جرګې غړي وايي، امرالله صالح د ملي ګټو خلاف څرګندونې کړي او باید محکمې ته ور وپېژندل شي.

د دوی په وینا، د صالح څرګندونې د حکومت او ولسي جرګې د تقابل لامل کېږي او د دواړو قوو ترمنځ واټن زیاتوي.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري وویل، د ولسمشر لومړی مرستیال باید مشخص کړي چې چا فساد کړی، که‌نه له وکیلانو دې بښنه وغواړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم د امرالله صالح څرګندونې ناقانونه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د جرګې د غړیو فساد په اړه قانوني دلایل وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه یوشمېر پاتې نوماند وزیران د وکیلانو د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته خپلې طرحې وړاندې کړي، خو دغې جرګې د ولسمشر د لومړي مرستیال د څرګندونو په غبرګون کې د نوماند وزیرانو د طرحو اورېدو او ورته د باور رایې ورکولو لړۍ وځنډوله.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام