په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماټانو په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د لاسته‌راوړنو ملاتړ کړی او هدفي وژنې، د ملي او عامه بنسټونو نړول او د طالبانو له لوري ورته پېښ ګواښونه یې غندلي دي.



دوی ویلي چې د طالبانو بریدونه د دې ډلې د هغې ادعا نقض دی چې وايي د خبرواترو له لارې به په افغانستان کې شته ستونزې حلوي. د بهرنیو هېوادونو استازیو ویلي چې د روانو بریدونو دوام د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې او بې‌ځایه کېدو لامل شوی او د افغانستان مهم او ملي بنسټونه نړوي.

په افغانستان کې د یادو هېوادونو ډيپلوماټانو زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د ملکیانو وژل او نیول او پر بندخونو د دې ډلې برید د قانون د حاکمیت پر وړاندې د اندېښنې وړ بې‌غوري ښيي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په اعلامیه کې د خلکو او څارونکو له قوله لیکل شوي چې طالبان په نیول شویو ولسوالیو کې هڅه کوي چې د ښځو بشري حقونه وځپي او د بشري حقونو او د بیان ازادۍ د نقض پېښو د پټولو په موخه خصوصي او دولتي رسنۍ وتړي.

دغو ډیپلوماټانو له له طالبانو او نورو خواوو غوښتي چې ژرترژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر تلپاتې او هراړخیز اوربند هوکړه وکړي او یوې داسې سیاسي هوکړې ته غاړه کېږدي چې د ترهګرو پر ځالې د افغانستان د نه بدلېدو په اړه ډاډ ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام