د خټکیو مُچان یو له مضرو باکټریا‌وو څخه ګڼل کېږي چې ګڼ‌شمېر بزګران ترې زیان ویني او په حاصلاتو یې ناوړه اغېز کوي.

بلخ چې د خټکیو کښت لپاره مناسب اقلیم، خاوره او اوبه لري، خو دغه ولایت کې کروندګر له مضرو حشراتو پوزې ته راغلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل کېږي، له وروستیو څلور کالونو راهیسې د دغه ولایت په شمالي سیمو کې دغه مضر حشرات پیدا شوي چې د کروندګرو کرنیزو فصلونو باندې حملې کوي او په ځانګړي ډول د خټکیو حاصلات له ۶۰ تر ۸۰سلنې له‌منځه وړي.

د بلخ د خُلم ولسوالي يو کروندګر عبدالوهاب وايي چې وروستیو دوو کلونو کې ی له خپلو ځمکو د پام وړ حاصلات نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «له تېرو دوو کلونو راهیسې موږ له مضرو مچانو سره زیات په تکلیف یوو، زیات زحمت مو په خپلو کروندو کې ویستلی و، خو په پایله کې مو زیات زیان ولید. کله چې دغه مضره مچان په خټکیو حمله وکړي، هغه داخل ټول توروي او له‌منځه یې وړي، موږ حتآ خپل مصارف نشو ترې پوره کولای او حکومت له‌خوا هم تراوسه هېڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده شوې او له دوی د مرستې غوښتنه کوو چې په دې برخه کې موږ سره مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د بلخ يوشمېر نور کروندګر د خټکيو د مضره مُچانو د بريد د مخنيوي لپاره د دوديزو لارو کارول ګټور بولي او وايي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د دغه لارو چارو په کارولو سره د خټکيو د مُچانو د بريد مخه تر یوه بریده نیولې ده.

د بلخ د نهرشاهي ولسوالي اوسېدونکی حاجي غلام‌رسول جعفري سلام‌وطندار ته وویل: «هغه طریقې چې موږ د دغه حشرو د له‌منځه وړلو لپاره یې کاروو، داسې دي چې لومړۍ کله چې خټکي په ګل کې وي، د حیواني پارو او سپند یوځای کوو او د شپې له‌خوا یې دودو وو چې بیا دغه مضره حشرې له‌منځه وړي او بل ډول طریقه یې دا ده چې اوږه او مرچ یوځای کوو او څو ورځې وروسته یې بیا په بمبه خټکیو ته ور پاشو چې لس کاله کېږی له دغو طریقو کار اخلو او حشرې له‌منځه وړي.»

د بلخ د کرنیزو چارو کارپوهان په وروستیو کلونو کې د خټکیو د کښت او حاصلاتو د کمښت لامل د پرمختللو کرنیزو اسانتیاوو نشتوالی او د مسلکي پرسونل کموالی بولي.

د بلخ د کرنې کارپوه مجیب الرحمن کوشان وویل: «زما له نظره، که بزګران پخپله د افت او د حشرو د له‌منځه وړو لپاره له دودیزو لارو کار واخلي، د کرلو بڼه یې تغیر کړي، اوبه په پوره او خپل وخت ورکړي او ځمکه په خپل وخت قولبه کاري کړي، کله چې خټکي کوچني وي، هغه وخت په خپلو پاڼو کې تاو او په ځمکه کې یو څه اندازه خښ کړي، څو دغه مضره حشرو څخه وساتل شي.»

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، تېر کال د خټکیو د مضرو حشرو  ویجاړونکې اغېزې له ۳۰ تر ۷۰  سلنه پورې وې  چې سږ کال هم دغه حشرو د مخنیوي لپاره کوم مهم کار نه دی شوی.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوي ابوخالد وویل: «خټکیو مضره حشرو په محصولاتو بد تاثیر کړی دی تېر کال دغه خسارت ۳۰ سلنو څخه تر ۷۰ سلنو پورې وو، موږ ډېر شمېر مسلکي انجینرانو لرو ، خو په دې برخه کې بڼوالو ته روزنه نه ده ورکړل شوې،  او دغه حشرو د منځه وړلو لپاره سږ کال کومه مرسته نه ده شوې تېر کال یو څه اندازه کمک وشو، که چېرې په دې برخه کې پروژې او همکاره موسسې مرسته وکړي موږ د بڼوالو په خدمت کې یوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له غنمو وروسته بلخ کې کروندګر تر ډېره خټکي کري، خو دوی وايي چې سږکال د دوی ستونزې ډېرې دي او حکومت د کیمیاوي سرې د استعمال په برخه کې دوی سره هېڅ ډول مرسته او همکاري نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام