د صنعت اوونۍ؛ د «کابل نړیوال نندارتون» پرانېستل شو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د پانګونې خونو او د کابل نفیس سوداګریز شرکت د صنعت اوونۍ په مناسبت نن پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه کابل کې د غذايي موادو او لاسي صنایعو نړیوال نندارتون پرانېست.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي‌احمد پیمان وویل، دغه نندارتون کې د ښځو لاسي توکو لپاره سل غرفې په پام کې نیول شوي.

د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه؛ روغتیا وزارت: ۸۰سلنه کمه شوې

د ملګروملتونو له لوري د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدو په تړاو د راپور خپرېدو سره هم‌‌مهاله د یو‌شمېر لرو پرتو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ افغان کډوال: منفي اغېز یې راباندې کړی

د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخو اعتراضونو ته مخه کړې چې له کبله یې دغه هېواد له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، که پاکستان کې پوځي حکومت اعلان شي، د دې امکان شته چې پولیس کډوال ونیسي او بندیان یې کړي.

تخار کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه مېرمن مړه شوې

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۰مه د دغه ولایت د درقد ولسوالي اړوند «قغني» کلي کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا اوسېدونکي: د جلغوزیو پروسس لپاره کار نه دی شوی؛ مسوولان: معیاري فابریکه لرو

پکتیا چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونو لري او ډېری اوسېدونکي یې له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي او د کرنې برخې کارپوهان نیوکه کوي چې لاهم د جلغوزیو د معیاري پروسس لپاره کار نه دی شوی. نوموړي زیاته کړه چې د پلور پر مهال دوی سوداګر ته د ځنګل یوه ټاکلې اندازه د جلغوزیو ونې ورښايي او په معلوم قیمت یې پرې پلوري.

بلخ کې کروندګر: مضره حشرات مو د خټکیو ۶۰ تر ۸۰سلنې حاصلات له‌منځه وړي

بلخ چې د خټکیو کښت لپاره مناسب اقلیم، خاوره او اوبه لري، خو دغه ولایت کې کروندګر له مضرو حشراتو پوزې ته راغلې دي.

ویل کېږي، له وروستیو څلور کالونو راهیسې د دغه ولایت په شمالي سیمو کې دغه مضر حشرات پیدا شوي چې د کروندګرو کرنیزو فصلونو باندې حملې کوي او په ځانګړي ډول د خټکیو حاصلات له ۶۰ تر ۸۰سلنې له‌منځه وړي.