Asset 1SWN

د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه؛ روغتیا وزارت: ۸۰سلنه کمه شوې

13afghan-babies-superJumbo

د ملګروملتونو له لوري د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدو په تړاو د راپور خپرېدو سره هم‌‌مهاله د یو‌شمېر لرو پرتو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

په ورته وخت کې د بدخشان د شهربزرګ ولسوالي اوسېدونکی محمدعلیم وايي، په هغه سیمه کې چې دوی ژوند کوي خلک يې معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «شپږ میاشتې وړاندې چېرته چې زه ژوند کوم، معیاري روغتون ته لاسرسی نه‌لرو او کله چې مو غوښتل ښار ته راشو، مېرمن مې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

 بلخوا د غور اوسېدونکې فرشته وايي چې خور يې په دې وروستيو کې روغتيايي خدمتونو د نه لاسرسي له امله خپل ماشوم له لاسه ورکړ.

نوموړې وویل: «خور مې په ماشوم ناروغه وه، روغتون ته چې لاړه یو ډاکټر و او هغه ورته وویل چې موږ یې نشو عملیاتولی او باید د غور مرکز ته لاړه شي، موټر نه‌و او پیاده یې حرکت وکړ چې روغتون ته نږدې یې خپل ماشوم له لاسه ورکړ.»

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) پرون چهارشنبه د غويي ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه کچه درلوده.

یوناما په یوه خپورکړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ګڼ‌شمېر ماشومان د ژوند په لومړیو اوونیو کې مړه کېږي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي: «په افغانستان کې، د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده، او نړیوال بنسټونه لکه د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق هڅه کوي چې د زیږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه کړي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د نسايي ولادي ټولنې رییسه نجم‌السما شفاجو وايي، د عامې روغتیا وزارت باید د هېواد په لرو پرتو سیمو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي او همدارنګه د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو د ظرفیت د لوړولو لپاره هم پروګرامونه جوړ کړي.

هغې وویل: «د عامې روغتیا وزارت باید لرو پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او له بده‌مرغه چې د نسايي ولادي ډېری ډاکټرانو هېواد پرېښود او لا هم له هېواده ځي او کورنۍ هم پوهاوی نه‌لري چې د ماشوم او مور مړینه د ډېرېدو اولادو راوړلو له امله دي.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په تېر یو نیم کال کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په هېواد کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امرخېل وايي، اوس په لرو پرتو سیمو کې هم خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

هغه وویل: «تراوسه مو لرو پرتو سیمو کې ۱۵۰ روغتونونه جوړ کړي او ډېرې نرسانې مو هم هلته ګومارلي دي او اوس وخت کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري، نو ځکه د مور او ماشوم مړینه هم کمه شوې ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰زره زېږنونو کې ۶۶۸ میندې ژوند دلاسه ورکوي چې په اسیا کې افغانستان د میندو د مړینې لوړه شمېره لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام