Asset 1SWN

هېواد کې له هرو ۱۰۰زره ښځو د زېږون پر مهال ۶۳۸ یې مري

f16ab656-bed0-4173-8740-9a75c9b72626-pybglozsjx9xdw7fu3450suonyxubuit8qfmqzuy6g

د نسايي- ولادي انجمن مسوولانو ویلي چې د زېږون پر مهال په هرو ۱۰۰زره ښځو کې ۶۳۸ مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د نسايي- ولادي ډاکټرانو د انجمن مسووله نجم‌السما شفاجو پرون شنبه د لیندۍ پنځمه هرات کې د یاد انجمن د دویم سمپوزیم د جوړېدو پر مهال وویل چې په منځنۍ کچه د زېږون پر مهال په هرو ۱۰۰زره ښځو کې ۶۳۸ مېرمنې مري چې دې شمېرو ته په پام افغانستان د مېندو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړې په وینا، په لرو پرتو سیمو کې د مسوولانو ناغېړي، د درملو کمښت، معیاري روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی لامل شوی چې یادو سیمو کې د زېږون پر مهال د مېندو مړینه ډېره شي.

بل‌خوا د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمداصف کبیر په دې سمپوزیم کې ویلي چې دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو او بشري ځواک د ډېرېدو له کبله د زېږون پر مهال د مېندو مړینه راکمه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د هېواد په لرو پرتو سیمو په ځانګړې توګه بادغیس، فراه او غور ولایتونو کې خلک کمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام