نن د غبرګولي ۲۴مه په افغانستان کې د مور ورځ ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې  نمانځل کېږي چې تر بل هر وخته په هېواد کې مېندې او ښځې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

مرضیه چې د اوو ماشومانو مور ده، سلام‌وطندار ته وايي، څه باندې یوه لسیزه کېږي چې د کور څخه بهر د ډېرو ستونزو په زغملو سره کار کوي، څو خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال مرضیه چې درې لوڼې یې لوړې زده‌کړې لري او نور اولادونه یې هم پر زده‌کړو بوخت دي، د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په وینا یې، د خپلو نجونو زده‌کړو ته اندېښمنه ده.

نوموړې وویل: «کله چې موږ پېغلې وو، د لوړو زده‌کړو زمینه راته برابره نه وه، ډېره پېښېمانه یم چې بې‌سواده یم. اوس چې د نجونو ښوونځي تړلي، د خپلو نجونو زده‌کړو ته اندېښمنه یم او نه غواړم چې لورګانې مې بې‌سواده پاتې شي.»

په ورته مهال فروزان خلیل‌یار یوه له بله مېرمن ده چې د افغانستان اوسني وضعیت اندېښمنه کړې ده. نوموړې چې د ښځو حقونو فعاله هم ده، وايي، له ټولنې د ښځو څنډې ته کول به هېواد کې پر نجونو ناوړه اغېز وکړي.

د خلیل‌یار په وینا، افغان میندې او ښځې په هېواد کې د ټولو تحولاتو او پېښو اصلي قرباني دي او باید د دوی له ورځې په دومداره او سمه توګه نمانځنه وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېلو ورځې نمانځل کېږي چې یوه یې هم د مور مقام ته د درناوي لپاره له دغې ورځې نمانځنه کېږي. په افغانستان کې د غبرګولي ۲۴مه د مور ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو د هېواد په ډېری سیمو کې لاهم دغه ورځ نه نمانځل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام