نن د مې ۱۵مه د کورنۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال په افغانستان کې لمانځل کېږي چې په هېواد کې د کورنیو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

یو شمېر ارواپوهان په هېواد کې د کورنیو وضعیت ګډوډ او کړکېچن بولي. د هغوی په اند، اقتصادي، امنیتي ستونزې او د کار نشتون د دې سبب شوي چې خلک خپلو کورنیو اړیکو ته پام ونه‌کړي.

ارواپوه سیدعبدالله حسیني وایي: «اوسمهال موږ د کورنۍ سیسټم او نظم له لاسه ورکړی، په دې مانا چې موږ نه ده درک کړې چې ښځه څوګ ده او مېړه څوګ دی. په کلیو او ښارونو کې په زیاتره کورنیو کې  پلار، خپل کورنۍ په خپل مفکوره کې یرغمل کړی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل ارواپوه روح‌الله رضواني هم سلام‌وطندار ته وایي چې اوسمهال کورنۍ په افغانستان کې د پخوا په پرتله په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او کړکېچن وضعیت تجربه کوي.

د هغه په وینا، د دې پرځای چې کورنۍ خپله انرژي پر عواطفو او شخصي اړتیاوو مصرف کړي، له کور څخه بهر پر نورو مسایلو تمرکز لري.

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی. لیدا چې د کورنی تاوتریخوالي قرباني ده وایي چې مور يې څو کاله مخکې مړه شوې او پلار يې معتاد دى او اوس ورور یې پرې ظلم او تاوتریخوالی کوي.

د لیدا په وینا، ورور یې کار نه کوي او کله چې په کور کې خواړه خلاصېږي، دا او تر دې وړه خور او وروکی ورور یې وهي او ټکوي.

یوشمېر نور کورنۍ هم وایي چې د اسلامي امارت په راتګ او په هېواد کې وروستیو بدلونونو سره، د هغوی کورنۍ ستونزې ډېرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عاقله او کورنۍ یې چې د وروستیو بدلونونو له امله کډه شوي وایي، د خپل کورنۍ پاتې غړو سره یوځای په افغانستان کې له زرګونه ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په ۱۹۴۴ کال کې د مې ۱۵ یې د کورنۍ نړیوالې ورځې په نوم ونوماوه. د کورنۍ نړیوالې ورځې لمانځلو اصلي موخه دا ده چې خلک په ټوله نړۍ کې د کورنۍ په ارزښت پوه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام