Asset 1SWN

پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ افغان کډوال: منفي اغېز یې راباندې کړی

_methode_times_prod_web_bin_25510a4c-ef54-11ed-87b0-716b9284a2b0

د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخو اعتراضونو ته مخه کړې چې له کبله یې دغه هېواد له ناورینه ډک وضعیت سره مخ شوی دی.

پاکستان کې د اعتراضو او ناکراریو په لړ کې ګڼ‌شمېر هغه افغانان چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته او له هغه وړاندې دغه هېواد کې اوسېږي، وايي چې  روان سیاسي وضعیت پرې منفي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، که پاکستان کې پوځي حکومت اعلان شي، د دې امکان شته چې پولیس کډوال ونیسي او بندیان یې کړي.

یوې افغان کډوالې زهرا حق‌جو سلام‌وطندار ته وویل: «خلک ډېر په اندېښنه کې دي او داسې احساس کوي چې روان وضعیت به لومړی له افغان کډوالو قرباني اخلي او که پوځي حکومت اعلان شي، ښايي خلک ونیول شي.»

یو بل افغان کډوال زیارمل افغان بیا وايي، که پاکستان کې دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، د دې شونتیا شته چې هېوادونه دې خپل سفارت‌خونې وتړي او هغه کډوال چې د تخلیې په تمه دي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شي.

هغه وویل: «دې وضعیت کې کډوالو ته ډېرې ستونزې رامنځته کېږي، انټرنټ ستونزې پیداکوي او لارې تړل کېږي. دې وضعیت کې د پاکستان حکومت د ویزو د تمدید بهیر ځنډوي او ښايي سفارتونه هم وتړل شي.»

پاکستانی خبریال طاهرخان هم دغه هېواد کې روان وضعیت ناوړه بولي او په وینا یې، دغه هېواد کې ټولې لویې لارې تړل شوي او خلک تګ‌راتګ نه‌شي کولای.

نوموړی زیاتوي چې دغه وضعیت به پر افغان کډوالو هم ناوړه اغېز وکړي. هغه وویل: «د عمران‌خان د پلویانو اعتراضونه روان دي. ښارونه او سرکونه تړل شوي. سوداګري هم اغېزمنه کېږي، کډوال په کور پاتې کېږي او تګ‌راتګ نشي کولای. څوک له کوره نشي وتلی او وېرېږي چې زیان ورته ورسېږي.»

د کډوالو چارو فعاله اصفه ستانګزۍ وايي، هر هغه هېواد په ځانګړې توګه پاکستان کې چې سیاسي ناورین رامنځته کېږي، زیان یې کډوال هم ویني.

هغه وویل: «کوربه هېواد کې چې منفي او مثبت تحولات رامنځته کېږي، پر کډوالو یې هم منفي او مثبتې اغېزې وي. پاکستان کې چې څه روان دي، پر کډوالو یې هم اغېز کړی، ځکه یو ډول بې‌ثباتي رامنځته شوې او دغه بې‌ثباتي د خلکو او کډوالو ارامي هم له‌منځه وړې.»

که څه هم پاکستان کې سیاسي ناورین له وړاندې پیل شوی و، خو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته لاپسې پراخ شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امنیتي ځواکونو په روانه اوونۍ کې پرته له دې چې د عمران‌خان د نیولو خبر ورکړي نوموړی د اسلام‌اباد له سترې محکمې په زور را واېست او له ځان سره یې یووړ. د عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویان لارو او کوڅو ته مخه کړې او قهرجن لاریونونه یې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام