Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن راجستان له کلکتې سره لوبه کوي

359702

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کلکته نایټ‌راډرز له راجستان رویلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کلکتې په کورني لوبغالي اېډن ګارډنز کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویلز چې د یاد لیګ په لومړیو سیالیو کې یې ښې لوبې کړې وې، خو په وروستیو لوبو کې ښه نه ده ځلې. رویلز لوبډلې دغه لیګ کې خپلې وروستۍ درې سیالي بایللي دي.

راجستان رویلز لوبډلې تراوسه ۱۱  لوبې کړي چې پنځه یې ګټلي، شپږ یې بایللي او په لسو امتیازونو سره د جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

کلکته نایټ‌راډرز لوبډلې چې له څو ماتو وروسته یاد لیګ کې خپلې درې پرله‌پسې سیالي ګټلي مخته تلو لپاره یې خپلې هیلې ژوندۍ ساتلې دي.

یادې لوبډلې هم تراوسه له کړیو یوولس سیالیو څخه پنځه ګټلي، شپږ بابللي او په لسو امتیازونو سره د جدول په شپږم ځای کې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی رحمن‌الله ګربز هم یاده لوبډله کې لوبېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر ډیلي کپېټلز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام