Asset 1SWN

سلام وطندار

سریلانکا او هند نن د شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ګټلو لپاره لوبه کوي

352086

کوربه هند او د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ګټلو لپاره وروستۍ لوبه کوي.

د یادې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هند سریلانکا ته یوازې په دوو منډو ماته ورکړه، خو دویمه لوبه کې بیا سریلانکا هند د ۱۶ منډو په توپیر مات کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه ۶ بجې د هند په راجکوټ کې ترسره شي.

هند له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا په خپل کور کې د شل اووره سیالیو ۱۱ لوبلړۍ کې کړي چې ټولې یې ګټلي دي. یوازې په ۲۰۱۹ کال کې اسټرالیا هند ته په خپل کور کې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲.۰ ګټلې ده.

که نن شپه د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله هند ته ماته ورکوي، دا به هند کې د یادې لوبډلې لومړی ځل وي چې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ګټي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډله په وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې چې له هند سره مخ شوې دوه ځلې یې بریا خپله کړې او پاتې درې لوبې یې هند ته بایللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام