د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت؛ افغانان به لا ډېرو ستونزو سره مخ شي

افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ځنډېدو سره هم مهاله بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، يونېسف او د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې رامنځته شوي بندیزونه باید لرې شي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان ازاد شول

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغان کډوال نن ازاد او ډېر ژر به بېرته هېواد ته ستانه کړل شي.

د افغانستان سفارت نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ازادو شویو کسانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

د ښځو پر کار بندیز؛ یونېسف لوګر کې د ۹۱۱ ټولګیو د لیک‌لوست بهیر ځنډولی

د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) لوګر کي ۹۱۱ محلي ټولګي چې په‌کې له لیک‌لوست محروم زده‌کوونکي تر درېیم ټولګي پورې په لیک لوست بوخت وو، دا مهال د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند وايي، هڅه کوي دغې ستونزې ته حل لاره ولټوي او تړل شوي محلي ټولګي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا یکشنبه د مرغومې اتلسمه «۱۵» میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغانیو ارزښت ساتنې په موخه سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي. یاد بانک د روانې مرغومې میاشتې په دیارلسمه نېټه هم بازار ته ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر وړاندې کړي وو.

فاریاب او غور کې ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او لس ټپیان کړي

فاریاب کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه زده‌کوونکي مړه شوي دي. پېښه د فاریاب د اندخوی ولسوالي اړوند «دولت‌ دروازه» سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینه همداراز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله د فاریاب جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.