Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان ازاد شول

Afghan-Detainees

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغان کډوال نن ازاد او ډېر ژر به بېرته هېواد ته ستانه کړل شي.

د افغانستان سفارت نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په ازادو شویو کسانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغان سفارت همداراز پر خپله ټوېټرپاڼه د هغو بندیانو ویډیوګانې هم خپرې کړې چې د کراچۍ ښار له زندانونو خوشې شوي او یا د خوشې کېدو په حال دي.

په دوو بېلابېلو ویډیوګانو کې چې اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت پر ټوېټرپاڼه خپرې شوي، لیدل کېږي چې یو‌شمېر کسان په یوه موټر کې سپاره دي.

 په دویمه ویډیو کې چې په ښکاره د کراچۍ د یوه زندان له دننه اخیستل شوې، ښځې او ماشومان له زندانه د وتلو په حال کې دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال د کراچۍ له زندانونو خوشې کېږي چې د پاکستان حکومت دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وخت ټاکلی و چې خپل اسناد تمدید کړي، یا له دغه هېواد څخه ووځي، ګنې بندیان به شي.

د یادې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي چې دې چارې د کډوالو نړیوالو بنسټونو او افغانانو غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان حکومت له لوري د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان کډوالو زنداني کول او  له دوی سره یې چلن، ناوړه او د ارزښتونو خلاف بللی و.

کرزي له پاکستان غوښتنه کړې وه چې د یوه متمدنه ګاونډي او د بشر حقونو او نړیوالو اصولو پر بنسټ له افغان کډوالو سره نېک چلن وکړي.

پخواني ولسمشر پر ملګروملتونو او د بشري حقونو پر سازمانونو هم غږ کړی و چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو د خوشې کولو او د دوی د حقونو ټينګښت برخه کې چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

بل‌خوا د پاکستان د بشر حقونو ملي کمېسیون څه موده وړاندې دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د کراچۍ ښار په یوه زندان کې بندیان دي.

دغه کمېسیون ویلي و: «د افغانستان د کډوالو له وضعیت اندېښمن یوو، ۱۳۹ ښځې او ۱۶۵ ماشومان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله نیول شوي او د کراچۍ ښار په یوه زندان کې دي.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه ورځې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و چې ډېر ژر به پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «موږ د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره هڅې کوو او ډېر ژر به د دوی د ستونزو هواري لپاره د یاد وزارت یوه کمېټه جوړه شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری وخت له رواني او فیزیکي تاوتریخوالي سره مخ وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام