Asset 1SWN

پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو نيول زيات شوي

GETTY-IMAGES-780x450-1

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وخت ټاکلی و چې خپل اسناد تمدید کړي، یا له دغه هېواد څخه ووځي.

اوس چې د پاکستان حکومت له خوا ټاکل شوې موده پای ته رسېدلې، ورسره دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نيونه هم زياته شوې ده.

پاکستان کې افغان کډوال نجیب الله حبیبي وايي، له تېرې ورځې راهیسې د خبریالانو په ګډ‌ون ګڼ شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د هغه په وينا،افغان کډوالو ملګرو ملتونو او د پاکستان پارلمان ته خپلې ستونزې وړاندې کړي، خو وايي، هڅو يې تر اوسه پایله نه ده ورکړې.

په ورته مهال پاکستان کې افغان کډوال وايي، که د وېزې د تمدید اقدام هم وکړي، د تمدید اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
پاکستان کې افغان کډ‌وال رفیع‌الله نیک‌زاد وايي: « پاکستان کې ویزه ډیره ګرانه ده. د یوې ویزې بیه له ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ ډالرو ده چې کمېشنکاران يې درته راباسي. شرایط ډېر خراب دي. هغه څوک چې ویزه نه لري له کوره نه شي وتلی او ډوډۍ هم نه شي اخیستلی.»

پاکستان کې یوشمېر هغه خبریالان او مدني او د بشري حقونو فعالان هم د نیول کېدو ګواښ سره مخ دي چې درېیم هېواد ته د تلو لپاره شپې سبا کوي.دوی درېیم هېواد ته د لېږد ټکني بهیر څخه هم شکایت لري.

پاکستان کې افغان کډوال میرویس ځاځي وویل: «ملګرو ملتونو په دې څوارلسو مياشتو کې چې خبريالان په پاکستان کې دي، د دوی دوسيې نه دي حل کړي او هر ځل چې راشي، وايي چې انتظار وکړئ.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پاکستان څخه غواړي چې د افغان کډوالو د ایستلو نېټه وغځوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل: «د پاکستان حکومت دوی اخراجوي چې دا یوه لویه ستونزه ده، د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي، نه دا چې دوی ته ستونزې جوړې کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې ورسره چلن وکړي.»

د یاودنې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د یوه رپوټ په خپرولو سره د دغه هېواد زندانونو کې د افغانانو بد وضعیت څخه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، دا مهال څه باندې ۳۰۰ افغان ماشومان او ښځې د کراچۍ زندانونو کې بندیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام