Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

dollars

د افغانستان بانک سبا یکشنبه د مرغومې اتلسمه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن شنبه د مرغومې اوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتنې په موخه سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد بانک د روانې مرغومې میاشتې په دیارلسمه نېټه هم بازار ته ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر وړاندې کړي وو.

د افغانستان بانک د روانې مرغومې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې پر ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

دغه بانک همداراز له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک د هرې میاشتې په اوږدو کې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتلو په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام