Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

iStock-dollar-ed

د افغانستان بانک سبا سه‌شنبه مرغومې دیارلسمه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن دوشنبه د مرغومې دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سبا به د لیلام په توګه ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک له دې وړاندې د روانې مرغومې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې پر ورځ هم ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

دغه بانک همداراز له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک د هرې میاشتې په اوږدو کې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتلو په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په نږدې یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د افغانستان بانک د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام