د افغانستان بانک وايي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتلو او ثبات په موخه سبا (د زمري پنځلسمه، د یکشنبې ورځ) دیارلس میلیونه ډالر لیلاموي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان بانک له نورو پر شرایطو برابرو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک زیاته کړې چې د لیلام شویو ډالرو ګټونکي باید د هماغې ورځې تر پای پورې خپل حسابونه پاک کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملو قسمي تسویه د منلو نه ده. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې په ټاکلې موده کې د ذمې پیسې په یوه وار نغدې د افغانستان بانک ته ورکړي.»
د یادونې ده چې د افغانستان بانک تر دې مخکې هم میلیونونه ډالر د «افغانۍ» ارزښت او ثبات ساتلو په موخه بازار ته وړاندې کړي دي.