په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو او له کبله یې د مړینې شمېرو ډېرېدو ته په کتو، د عامې روغتیا وزارت له لوري ناسم وضعیت سره د مخامخېدو په اړه د خبرداري تر څنګ، د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که افغان حکومت د کورونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره بیړني تدابیر ونه نیسي او نړیواله ټولنه یې هم لاسنیوی ونه کړي، وضعیت به له کنټروله ووځي.

د بښنې نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي او لپاره یې د تدابیرو په برخه کې د حکومت چمتووالي بسنه ونه کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د اکسېجن کموالي په اړه هم اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه يې غوښتني چې د نړیوالې ټولنې په مرسته دا اړتیا پوره کړي.

خبرپاڼه کاږي: «پر کورونا د اخته کسانو شمېر په تېزۍ سره په ډېرېدو دی او دا د اندېښنې وړ مسله ده. روښانه ده چې د کورونا درېیمې څپې افغانستان ته زیان اړولی او د دې څپې د مخنیوي په برخه کې به له نړیوال ملاتړ پرته وضعیت د افغان حکومت له کنټرول څخه ووځي.»



خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي، د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره همغږي شته او په وینا یې، روغتیايي لارښوونو او سپارښتنو ته د خلکو نه پام پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي لامل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

دوه اوونۍ وړاندې په هېواد کې د وضیعت خرابېدو مخنیوي په موخه په ۱۶ ولایتونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه رخصت شول، خو د عامي روغتیا وزارت مسوولان وايي، په هغو ولایتونو کې چې یادې رخصتۍ نه دي شوي، پر کورونا د اخته کسانو شمېرې په‌کې ورځ تر بلې ډېرېږي.

په هرات کې هم د کورونا د درېیمې څپې د خطر زنګ وهل شوی دی. د هرات د والي مرستیال نوراحمد حیدري وايي، سر له نن شنبې څخه د دغه ولایت ټول ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه رخصتوي.

د هغه په خبره، که خلک د ځان او نورو د ژغورلو لپاره د روغتیا وزارت لارښوونې او سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، هېواد کې به ستر ناورین جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي او ۹۷۳ نور پرې اخته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام