د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې ورځ تر بلې د کورونا مثبتو پېښو ډېروالي ته په کتو خبرداری ورکوي، که خلک کورونا جدي ونه ګڼي او د دغه وزارت روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم ترینګلی شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، که خلک له دغه وزارت سره همکاري ونه کړي، ټول به پرې اخته شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، ورځ تر بلې پر کورونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیاتېږي او دا په هېواد کې د خطر زنګ وهلو په مانا دی چې په خبره یې، که د خلکو اوسنۍ بېغوري همداسې دوام وکړي، دوی اړ دي چې د ټولو هېوادوالو په کورونو کې بسترونه جوړ کړي.
- په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له امله ۱۹کسان مړه شوي
- ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا پېښو زیاتوالي په اړه د روغتیا وزارت اندېښنې
- په یوه اوونۍ کې د کورونا مثبتې پېښې نږدې ۶۰ سلنه ډېرې شوي
- د کورونا واکسین د غوښتونکو ډېروالی او خلکو ته یې د نه رسېدو ستونزه
د روغتیايي لارښوونو په پام کې نیول، ټولنیز واټن او د ماسک اچول د کورونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتیا وزارت مهمې سپارښتنې دي چې د چارواکو په وینا، خلک یې په پام کې نه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او د زدهکړو نور مرکزونه د دوو اوونیو لپاره رخصت شول. د پوهنې وزارت او لوړو زدهکړو وزارت چارواکو هم په دې خبري غونډه کې د یادو مرکزونو د تړل کېدو خبره تایید کړه.
د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي وویل، د روغتیا وزارت تر بلې پرېکړې پورې به د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه تړلي وي.
د سلاموطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر هم پر خلکو غږ وکړ چې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید د روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د هغه په وینا، که څه هم د محصلانو زدهکړې ورته مهمې دي، خو د هغوی د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او همدا لامل دی چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه یې رخصت کړي دي.
ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه د کورونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په موخه په کابل، کندهار، هلمند، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره رخصت شول.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۶۵۴ کسان پر کورونا اخته شوي او ۲۰ نور بیا پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.