Asset 1SWN

سلام وطندار

بېګ‌باش لیګ کې رینیګاډز لوبډلې هریکېنز ته ماته ورکړه

352161

د اسټرالیا بېګ‌باش لیګ په ۳۲ لوبه کې چې د مېلبورن ډوک‌لنډز کې ترسره شوه، مېلبورن رینیګاډز لوبډلې په‌کې هوبارټ هریکېنز ته په شپږو وېکټو ته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کې هوبارټ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هوبارټ هریکېنز لپاره په توپوهنه کې کلېب جېویل تر ټولې زیاتې ۲۸ او بېن مک‌ډرموټ هم ۲۸ منډې وکړې. افغان لوبغاړي مجیب‌الرحمن د خپلې لوبډلې لپاره نن په توپ اچوون کې کومه وېکټه ترلاسه نه کړه او څلور اورونو کې یې ۳۷ منډې ورکړې.

رینیګاډز لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۱۹ اوور په لومړي بال ترلاسه او هریکېنز لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه. د هوبارټ هریکېنز لپاره په توپوهنه کې سام هارپر ۸۹ او مارټین ګوپټل ۳۹ منډې جوړې کړې.

مېلبورن رینګاډز لوبډله دې بریا سره د بېګ‌باش لیګ څلورم ځای ته پورته شوه او هوبارټ هریکېنز بیا د جدول شپږم ځای خپل کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسټرالیا د بېګ‌باش لیګ په دویمه لوبه کې چې اوس روانه ده، برزبېن هېټ لوبډله له پېرټ سکارچرز لوبډلې سره پر لوبه بوخت ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام