Asset 1SWN

د بېګ‌باش لیګ؛ د راشد‌خان اډلېډ سټرایکرز لوبډلې ستره ماته وخوړه

351844

د بېګ‌باش لیګ سیالیو په لړ کې د راشد‌خان لوبډلې «اډلېډ سټرایکرز» د هوبارټ هریکېنز لوبډلې پر وړاندې ستره ماته وخوړه.

اډلېډ سټرایکرز لوبډلې دې سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو هریکېنز لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سټرایکرز لوبډلې لپاره په توهنه کې کرېس لاین ۸۷ او ماټیو شارټ ۳۸ منډې وکړې. هوبارټ هریکېنز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۷ اورو کې ترلاسه کړ او بریا یې خپله کړه.

کلېب جېوېل او بېن مک‌‌ډېرموټ په دې سیالي کې د هریکېنز لپاره نیمه سلیزې ووهلې. د نن په لوبه کې راشد‌خان د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه ونه کړه او په څلور اورونو کې یې ۴۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسټرالیا د بېګ‌باش لیګ د سیالیو د جدول په سر پېرټ سکارچرز له شپږو لوبو څخه په پنځو بریاوو او یوې ماتې سره لومړی او برېزبېن هېټ په څلور ماتو او دوو بریاوو سره د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام