د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې «۲۰۱۱ – ۲۰۲۰»  د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

د یادې جايزې ترلاسه کولو لپاره راشد خان سره د ويسټ‌انډيز کرېس ګېل، د هند ويراټ کوهلي، د سرېلانکا لاست‌ملينګا د جنوبي افريقا اې بي ډي ويليرز او يو شمېر نور لوبغاړي هم نوماندان وو.

راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې را وروسته د افغانستان لپاره ویاړونه او جایزې ګټلي دي تر دې چې د نړیوالو لپاره هم یوه بېلګه ده او د نړۍ يو له مخکښو څېرو پېژندل شوی دی.

تېره ورځ راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ او نن يې د يادې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې «۲۰۱۱ – ۲۰۲۰»  د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

راشد خان چې تېره ورځ د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی و، په اړه يې پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل: «ستاسو د دعاو او تشویق له برکته زه د افغانستان په استازیتوب د کرېکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه ویاړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې راتونکي کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دعاو او ملاتړ څخه مننه.»

راشد خان د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو سوداګريزو لوبو کې لوبېږي چې اوسمهال د اسټراليا «بېګ‌باش» شل اوره لوبو کې له اډي‌لېډ سټرايکرز سره په لوبو بوخت دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام