Asset 1SWN

د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ يو معیاري لوبغالی جوړېږي

IMG-20201201-WA0029

 

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، محمد اغې ولسوالۍ کې د کرکټ معياري لوبغالی جوړېږي. دغه لوبغالی د يادې ولسوالۍ ادارې ته څېرمه په ۳۰ جریبه ځمکه کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د دغه لوبغالي په ودانۍ کې جومات، د کرکټ اکاډمۍ، احاطوي دېوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای شامل دي.

د لوګر د محمداغې ولسوال عصمت الله ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، په محمداغه کې د کرکټ لوبغالي له جوړېدو سره به له دغه لوبغالي له دغه ولایت سربېره د پلازمېنې کابل او یو شمېر ګاونډيو ولایتونو د کرکټ لوبډلې هم ګټه پورته کړي.

له دې سره د لوګر ولایت اوسېدونکي او د کرکټ مينه‌وال خوښ دي او د دغه ولایت له رهبرۍ مننه کوي چې په محمداغې ولسوالۍ کې یو معیاري لوبغالی جوړوي.

دوي زیاتوي چې د دغه لوبغالي له بشپړېدو سره به ځوانان بېرته وکولای شي چې کرکټ لوبې ته دوام ورکړي چې د لوبغالي له نشته يې پرېيښې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د ۷۰۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۵۷ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام