د رحمت‌الله نبیل د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د غړيو غبرګون

وروسته له هغې چې یو شمېر نوماند وزیرانو او د دولتي ادارو لپاره وړاندې شويو رییسانو خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې په حضور کې وړاندې کړل، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شپې له ۹ بجو وروسته د یو شمېر ولسي استازو د رایو اخیستو لپاره د جرګې د اداري پلاوي د یوه غړي په کور کې د نغدي امتیازونو وېشلو لړۍ روانه ده.

د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ يو معیاري لوبغالی جوړېږي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، محمد اغې ولسوالۍ کې د کرکټ معياري لوبغالی جوړېږي. دغه لوبغالی د يادې ولسوالۍ ادارې ته څېرمه په ۳۰ جریبه ځمکه کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د دغه لوبغالي په ودانۍ کې جومات، د کرکټ اکاډمۍ، احاطوي دېوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای شامل دي.

د سولې د مذاکراتو د مقدمې په اړه هوکړه وشوه

قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وویل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه ځینې ستونزې وې چې وضاحت ته اړتیا وه.

سرچینه وایي، وړمه ورځ انګلستان، امریکا، ملګروملتونو او اروپایي ټولنې د ځینو غړیو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د استازو په منځګړیتوب سره حکومتي پلاوي ته وضاحت ورکړل شو چې د دواړو لورو د قناعت وړ و او پر مقدمې هم هوکړه وشوه.

کرونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۶۳ پرې اخته شوي

د روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۲ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

دغه تازه پېښې د کرونا ویروس یو زر ۳۵۸ شکمنو مواردو څخه ترلاسه شوي چې ور سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۴۶ زره ۹۸۰ ته رسېدلی دی.

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو کمولو سره به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

ينس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان په وضعیت بحث شوی او دغه تړون د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

تېرو ۹ مياشتو کې کورنیو جګړو ۶۷ زره کورنۍ بې‌ځايه کړي

د هغو شمېرو پر بنسټ چې سلام‌وطندار راټولې کړي؛ د روان لمریز کال له پیله د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۶۷ زره او ۵۶۴ کورنۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله نورو ولایتونو ته بې‌ځايه شوي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ؛ د روان لمریز کال له پیله ۱۲ زره کورنۍ په کندوز، ۲۵ زره کورنۍ په بلخ، ۶زره او ۲۰۰ کورنۍ په بامیانو، ۶ زره کورنۍ په بدخشان، ۶ زره او ۵۰۰ کورنۍ په جوزجان، ۳ زره کورنۍ په هرات، ۳ زره کورنۍ په فاریاب، ۲ زره او ۶۰۰ کورنۍ په غور، ۱۲۶۴ کورنۍ په لوګر، ۱۵۰۰ کورنۍ په بادغیس او ۵۰۰ کورنۍ په نیمروز ولایتونو کې خپل کورونه خوشې کړي او بې‌ځایه شوي دي.

نړیوال بانک افغانستان سره خپله ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله

د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له کبله، خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.