Asset 1SWN

د رحمت‌الله نبیل د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د غړيو غبرګون

Parliment-5-oz9vptk6msr946d6gfrt2ucppamvgllm74b594bwy0

 

وروسته له هغې چې یو شمېر نوماند وزیرانو او د دولتي ادارو لپاره وړاندې شويو رییسانو خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې په حضور کې وړاندې کړل، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شپې له ۹ بجو وروسته د یو شمېر ولسي استازو د رایو اخیستو لپاره د جرګې د اداري پلاوي د یوه غړي په کور کې د نغدي امتیازونو وېشلو لړۍ روانه ده.

نبیل د دې ترڅنګ لیکلي، له ارګه تر د افغانستان بانک او ولسي جرګې پورې فساد روان دی.

نن نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک مشر ته د رایو صندوقونو اېښودو سره هم‌مهاله د ملي امنیت د پخواني مشر د رحمت‌الله نبیل څرګندونې د یو شمېر ولسي استازو غبرګون سره مخ شوې.

ځینو ولسي استازو د رحمت الله نبیل دغه څرګندونې جرګې ته چې د ملت کور دی سپکاوی بولي او ځینې نور وايي، د نبیل څرګندونې د رڼا ورځ په څېر دي.

د دې ترڅنګ په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه‌حسین مرتضوي هم ویلي، د ملت پر کور د نبیل تورونه ډېر درانه دي او هیله ده چې اداري پلاوی د عمومي افکارو لپاره څرګند ځواب ولري.

د افغانستان د رونټیا څار بنسټ د عدالت غوښتنې او ارتباطاتو رییس ناصر تیموري سلام‌وطندار ته وايي، د رایې پر وړاندې د پیسو تورونه له پخوا راهیسې پر ولسي جرګې لګېدلي، خو هېڅ کله هم د ولسمشر غني، د جرګې اداري پلاوي او د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري جدي نه دي نیول شوي.

ومو غوښتل په دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر هم ترلاسه کړو، خو پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه‌شوو.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام