«نوماند وزیرانو چې له ولسي جرګې د باور رايې نه دي اخيستي، ناقانونه کار کوي»

د سرپرستانو له لوري دولتي ادارو کې له سلیقوي ګمارنو او لرې کولو د اندېښنو په دوام، نن د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د جرګې عمومي غونډه کې وویل، یو شمېر نوماند وزیران وروسته له هغې چې د تایید رایې يې ترلاسه نه کړې، ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د دوی په وینا، د هغو نوماند وزیرانو له لوري دې د تغیر او تبدیلۍ بهیر ودرول شوي چې د تایید رایې یې نه دي ترلاسه کړي.

د رحمت‌الله نبیل د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د غړيو غبرګون

وروسته له هغې چې یو شمېر نوماند وزیرانو او د دولتي ادارو لپاره وړاندې شويو رییسانو خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې په حضور کې وړاندې کړل، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شپې له ۹ بجو وروسته د یو شمېر ولسي استازو د رایو اخیستو لپاره د جرګې د اداري پلاوي د یوه غړي په کور کې د نغدي امتیازونو وېشلو لړۍ روانه ده.