د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې سند کې د یادو شویو پراختیایي پروژو څخه په نیوکې سره وایي، د هر ولایت استازي د هماغه ولایت مسوولیت پر غاړه لري او فکر یې باید تر یو شمېر ځانګړو ولسوالیو محدود نه وي.

د دښت‌کلا ولسوالۍ د  ښاري میثاق د ملي برنامې د پراختیایي شورا مشر هارون الرشید قویاش سلام‌وطندار ته وایي، په  ۱۴۰۰ مالي کال کې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازو هڅه وکړه چې خپلو ځانګړو ولسوالیو ته پراختیايي پروژې ترلاسه کړي چې یاد کار د دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو د اندېښنې لامل شوی.

نوموړی وايي: « د ماورای کوکچه ولسوالۍ خلکو ته نه هم اوسني او نه هم پخوانیو حکومتونو پام کړی، موږ په دغه ولسوالۍ کې د بنسټیزې بیارغونې یوه پروژه هم نه لرو، درې-څلور کاله کېږي چې د ای‌خانم سوداګریز بندر تړلی دی، په دغې ولسوالۍ کې نیم میلیون نفوس ژوند کوي خو سرک یې د ناامنیو له کبله خام دی، دا څوم ځل دی چې حکومت او د خلکو استازي د یاد سرک د قیرولو ژمنه کوي، خو لا تراوسه نه ده عملي شوې.»

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله اکبري په یاد ولایت کې د پراختیایي پروژو د نا انډولۍ په اړه وایي چې انډولیزه پراختیا د ملي یووالي او همپالنې لامل کېږي او برابري د هر انسان حق دی.

د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۰ مالي کال کې له  خواجه غار ولسوالۍ سره د پراختیایي پروژو په برخه کې دوه ګونی چلند شوی.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي د ماورای کوکچې او ورسج او پنجشېر سړکونو رغولو پروژې د خپلو لاسته راوړنو څخه ګڼي او وایي، له یادو پروژو د تخار ولایت ټول خلک ګټه اخيستی شي.

د دوی په وینا، له دې کبله چې د یوې ولسوالۍ خلکو یوه ګټونکي وکیل ته رایه ورکړې، نو وکیلان باید پراختیایي پروژې لکه ښوونځی، کلینیک او کرنه دغو ولسوالیو ته ورکړي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی سید اشرف عیني په دې اړه وایي: «له دې کبله چې د یوه وکیل او موکیل اړیکه  دوه اړخیزه ده، خلک چې لاړل او له یوه کس څخه ملاتړ وکړ، دوی په هماغه اندازه تمه ترې لري او اړیکه ورسره ونیسي هغه ترفشار لاندې راولي، پاڼه  او عرېضه ورته رسوي، د دې لپاره هلته ډېر کار کېږي.»

که څه هم  د پراختیایي پروژو د ناانډولۍ په اړه  سيد اشرف عیني، د تخارولایت د اوسېدونکو نیوکه مني خو وایي، که چېرته  د ټولنیزو بنسټونو او د خلکو د شوراګانو استازو خپلې اړتیاوې د سیمې په کچه ډلبندي کړي او مرکز ته یې راولېږدوي رسېدنه به ورته وشي.

په همدې حال کې د تخار د اقتصاد ریاست مسولان وایي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې ۱۷۹ پراختیایي پروژو ته په ملي بوديجه کې ځای ورکړل شوی دی.

د تخار د اقتصاد رییس احمد ضیا طارق وايي: «د ۱۷۹ پروژو له ډلې ۱۰ یې نوې دي چې ۲۲ پروژې یې  غیرمشروطې ولایتي پروژې دي، ډېری پروژې په اشکمش، فرخار، تالقان، دشت قلعه، رستاق او ورسج کې دي، همدا راز چاه‌اب ولسوالۍ هم سږ ښه ده.»

تخار د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې شاوخوا یو میلیون نفوس لري او په ۱۷ اداري واحدونوو وېشل شوی دی.

د ټاکنو د قانون له مخې یاد  ولایت په ولسي جرګه کې ۹ وکیلان لري چې دوه یې په‌کې ښځې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام