د عبدالرووف کورنۍ ته تازه خبرداری؛ د زوی د بدن غړي به مو پرې او درولېږو

بلخ کې د تښتول شوي عبدالرووف کورنۍ وايي، تېره ورځ انسان تښتوونکيو دوی ته د یوه پیغام په استولو سره خبرداری ورکړی، که چېرې تر یوې اوونۍ یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره ورنه‌کړي، د عبدالرووف د بدن غړي به پرې کړي او دوی ته به یې ولېږي.

د عبدالرووف پلار محمد نبي سلام‌وطندار ته وايي، د خپل زوی په اړه اندېښنه لري او د دې توان هم نه‌لري چې يوه اوونۍ کې انسان تښتوونکيو ته يو ميليون او دوه سوه زره ډالر ورکړي.

محب: د بهرنيو ځواکونو وتل به کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو او د سولې د نه راتلو سره دا خطر شته چې کورنۍ جګړې پيل شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته نږدې کېدو سره د امريکا استخباراتي ادارو د جو بایډن حکومت ته خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل به امنیتي وضعیت خراب…

پکتیا کې د «خور او ورور د ښوونځي پر لور» کمپاین؛ ماشومان مو زده‌‌کړو ته ولېږئ

د پکتيا ځوانان داسې مهال د «خور او ورور د ښوونځي پر لور» په نوم د عامه پوهاوي پروګرام پيلوي چې لا هم د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې نه دي فارغې شوي.
دغه کمپيان په څلورو ولسواليو کې ښځوونځیو ته د ماشومانو د تګ په موخه پیل شوی دی. د څمکنیو، پټان، جانيخېلو او احمدخېلو ولسوالیو ځوانان په همدې موخه د پکتیا له پوهنې ریاست سره په ګډه د ولسواليو په ښارونو کې ګرځي او له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.

تخار؛ ډېرې رايې، ډېرې پروژې

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې سند کې د یادو شویو پراختیایي پروژو څخه په نیوکې سره وایي، د هر ولایت استازي د هماغه ولایت مسوولیت پر غاړه لري او فکر یې باید تر یو شمېر ځانګړو ولسوالیو محدود نه وي.

د ۲۰ کلن پاڅون پایله؛ د کور ویجاړېدل او په ترکیه کې کډوالي

د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي په اویمه کلا او خواجه موسای سیمو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظرمحمد څو کاله له طالبانو سره جګړه کړې ده. نوموړي په دې جګړه کې د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي دي. هغه اوس په ترکیه کې کډوال دی او د خپل پاڅون او د طالب ډلې د ګواښونو په اړه دردوونکې کیسې لري. د نظرمحمد په خبره، طالبانو یې د ورونو په ګډون، د کورنۍ څو غړي ور وژلي او کور ته یې هم اور اچولی دی.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره د طالبانو د واکمنېدو احتمال

د امريکا استخباراتي ادارې وايي که چېرې له افغانستانه امريکايي سرتېري ووځي، ښايي په دې خاوره طالبان واکمن شي. د امريکا استخباراتي ادارو جوبایډن ادارې ته خبرداری ورکړی که امریکايي ځواکونه افغانستان کې د دواړو لوريو ( افغان دولت او طالبانو) ترمنځ د واک د شریکېدو تر هوکړې وړاندې ووځي، ښايي طالبان له ۲ تر ۳ کلونو پورې پر افغانستان واکمن شي.

له اصلاحاتو پرته ټاکنې هېواد له ننګونو سره مخ کوي

ولسمشر محمداشرف غني د لنډمهالي حکومت په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طرحې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ولسي جرګې د درېیم کاري کال د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد یې ورته هغه اصل دی چې معامله به پرې ونه کړي.