بلخ کې د تښتول شوي عبدالرووف کورنۍ وايي، تېره ورځ انسان تښتوونکيو دوی ته د یوه پیغام په استولو سره خبرداری ورکړی، که چېرې تر یوې اوونۍ یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره ورنه‌کړي، د عبدالرووف د بدن غړي به پرې کړي او دوی ته به یې ولېږي.

د عبدالرووف پلار محمد نبي سلام‌وطندار ته وايي، د خپل زوی په اړه اندېښنه لري او د دې توان هم نه‌لري چې يوه اوونۍ کې انسان تښتوونکيو ته يو ميليون او دوه سوه زره ډالر ورکړي.

نوموړی په ژړغوني غږ وايي، حکومت ته يې د مرستې غوښتو لاس اوږد کړی، که حکومت يې ماشوم پيدا نه‌کړي، انسان تښتوونکي به يې د زوی د بدن غړي پرې کړي او دوی ته به يې ولېږي.

شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې د عبدالرووف د تښتونې په غبرګون کې د پرلت خېمه درول شوې او د نوموړي مور د خېمې په يوه کونج کې ناسته ده او ژاړي.

په مزارشریف کې د نهه کلن ماشوم عبدالرووف د تښتونې شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د نوموړي خپلوان او ملګري وايي، حکومت د یوه ماشوم د پيدا کولو توان نه‌لري او دوی نور ناهيلي شوي او هڅه کوي چې عبدالرووف خوشې کولو لپاره ګام پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي فرهاد عظيمي څه موده وړاندې ويلي و چې امنیتي ځواکونه په ګډه د عبدالرووف په لټه کې دي.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د پولیسو په جامو کې انسان تښتوونکيو ۹ کلن عبدالرووف د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته ۱۰ کلن شي. تر دې دمه لا هم داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي چې دغه ماشوم چېرته ساتل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام