د عبدالرووف کورنۍ ته تازه خبرداری؛ د زوی د بدن غړي به مو پرې او درولېږو

بلخ کې د تښتول شوي عبدالرووف کورنۍ وايي، تېره ورځ انسان تښتوونکيو دوی ته د یوه پیغام په استولو سره خبرداری ورکړی، که چېرې تر یوې اوونۍ یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره ورنه‌کړي، د عبدالرووف د بدن غړي به پرې کړي او دوی ته به یې ولېږي.

د عبدالرووف پلار محمد نبي سلام‌وطندار ته وايي، د خپل زوی په اړه اندېښنه لري او د دې توان هم نه‌لري چې يوه اوونۍ کې انسان تښتوونکيو ته يو ميليون او دوه سوه زره ډالر ورکړي.