نن د تلې ۲۱مه د طبیعي پېښو د اغېزو راکمولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان کې د روان کال پرمهال ګڼو طبیعي پېښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د روان کال پرمهال افغانستان کې مرګونو زلزلو، اورلګېدنې، او سېلابونو خلک سخت ځپلي چې اغېزې یې لا هم پر ځای پاتې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو له کبله څه باندې ۵۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۳۷۳۰ کسان هم ټپیان شوي دي.

همداراز په روان کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۲۳ کورونه په بشپړ او نسبي توګه ویجاړ شوي او څه باندې ۹۷۰۰ جریبه ځمکه هم تخریب شوې ده.

د اسلامي امارت چارواکو د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو سره د مرستو لپاره دوه میاشتې وړاندې غونډې ته ویلي وو، د اټکل له مخې روان کال طبیعي پېښو نږدې ۲ میلیارډ ډالر زیان اړولی دی.

دې ټولو سربېره، د طبیعي پېښو کارپوه عبدالباسط رحمان ټینګار کوي چې افغانستان کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو لپاره باید پېښو ته د رسېدو سکتور د تخصص، له وړاندې د خبرداري او د طبیعي پېښو د مدیریت په برخو تمرکز وشي.

د پرون اوسېدونکی سیدارمان چې سیمه یې څو ځله د طبیعي پېښو له امله زیانمنه شوې، د طبیعي پېښو په برخه کې له وړاندې د خبرداري ورکولو په څېر، د مهمو تګلارو نه‌شتون څخه شکایت کوي او اسلامي امارت څخه په دې اړه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

دې ټولو سربېره، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت هېواد کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو لپاره، پر یو لړ پروګرامونو کار کوي.

د دغه وزارت معین شرف‌‌الدین مسلم له پېښې وړاندې خبرداري ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کوي او وايي، مختلفو ولایتونو ته یې پلاوي استولي، څو تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو زیانونو کچه او راتلونکې کې د احتمالي زیانونو امکان وارزوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د هېواد مختلفو ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلو په څېر د طبیعي پېښو زیانمن شوي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت او د مرسته‌رسوونکو بنسټونو له خوا د پوره همکارۍ نه‌کولو څخه شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام