د روزګان محلي مسوولان وايي چې یوه ملکي وګړي د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې د اسلامي امارت پر غړیو ډزې کړي چې له کبله یې د ا.ا دوه غړي وژل شوي او دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا اغاولي قریشي په دې اړه سلاموطندار ته ویلي چې یاد کس «رواني ناروغ» دی.
ځايي سرچینې هم پېښه تاییدوي او وايي، د جان په نوم دغه کس څه موده وړاندې د اسلامي امارت له لوري نیول شوی و چې له خوشې کېدو وروسته یې له ا.ا سره دوه ځله جګړه کړې ده.
د سیمې خلک وايي، هلته اوس هم د سپکو او درنو وسلو ډزې کېږي، خو د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب یاده نښته پای ته ورسوي.
قریشي وايي، دا پېښه نن سهار لس بجې د خاص روزګان ولسوالي په نکروز سیمه کې شوې او په خبره یې، د دغه کس وسلهوال مخالفت سیاسي بڼه نه لري.
تراوسه روښانه نه ده چې یاد کس څوک دی او د څه لپاره له اسلامي امارت سره جګړه کوي.