د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی.
که څه هم د اسلامي امارت حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمن الظواهري مړینه نهده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې پرون ورځ یوه رپوټ کې ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو وروسته پرېکړه کړې چې د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارد ډالر لا هم کنګل پاتې کړي.
رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا متحده ایالتونو دې برخه کې اسلامي امارت سره خبرې هم ځنډولي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه رپوټ په غبرګون کې سلاموطندار ته ویلي چې د امریکا لهخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتېکېدو پرېکړه ناقانوني ده.
هغه ټینګار کوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې امریکا ته د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي دي.
نوموړي وویل: «د ملي او نړیوالو نورمونو له مخې، دغه شتمني زموږ حق دی، دا چې کنګل شوې ناقانوني ده او باید له ځنډ پرته ازاده کړل شي. د اسلامي امارت مسوولانو امریکا سره دې برخه کې بحثونه درلودل او دلایل یې ورته وړاندې کړي. دې برخه کې تراوسه د خبرو پر وړاندې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.»
امریکا دغه پرېکړه داسې مهال کړې چې تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې یاد هېواد د افغانستان شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو او څرنګوالي پر سر خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.
له دې ټولو سربېره، د اقتصادي چارو شنونکی لعلځاځی د امریکا لهخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل، د هېواد د اقتصادي وضعیت او د اسعارو د ثبات په زیان بولي.
د امریکا متحده ایالتونو یو کال وړاندې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې، د افغانستان بانک نږدې ۹ میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې تېر یوه کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په بېمخینې توګه له رکود سره مخ شوی او لاهم د هېواد بانکي سېسټم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.