د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته له یوه ورځ ځنډ وروسته نن د یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوه. ویل کېږي چې یاده نړیواله ناسته به پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو راڅرخي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست د یادې نړیوالې غونډې څنډې کې ویلي، متحده ایالات د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادولو لپاره اسلامي امارت سره خبرو کولو ته چمتووالی لري، خو نړیوال بنسټونه باید د دغو خبرو له شفافیت څخه ډاډه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا استازی زیاتوي، سره له دې چې هېواد یې اسلامي امارت سره اختلاف لري، خو نه غواړي را روان ژمي کې افغانان لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د تاشکند غونډه د امریکا له‌خوا د افغانستان د شتمنیو ازادول، نړۍ سره د اړیکو ټینګولو لپاره مهم ګام بولي.

نوموړي ویلي چې اسلامي امارت چمتو دی چې نړۍ سره مثبت تعامل ولري او نړیواله ټولنه هم باید دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي ویلي: «د امریکا پر متحدو ایالاتو غږ کوو چې د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ بې له قید او شرط ازادې او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه لرې کري. دا د اړیکو د عادي کولو لپاره اساسي گام دی. دا کار به د آمریکا په اړه د افغانستان د خلکو په ذهنونو مثبت اغېز وکړي.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د تاشکند غونډه مهمه بللې او نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په اړه یې ویلي، نړیوال افغناستان ته اړتیا لري او افغانستان هم نړۍ ته.

د هغه په وینا، که د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ ستونزې شتون راولاړېږي، باید د دواړو خواوو په همغږۍ حل شي.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیرکابلوف هم د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو په اړه پر امریکا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان ناوړه وضعیت کې دي، خو امریکا بیا هم د افغانستان پیسې کنګل کړې دي.

دې سره د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف د تاشکند غونډې ته ویلي، افغانستان کې له ثبات پرته مرکزي اسیا کې تلپاتې پرمختیا ته لاسرسی ناشونی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تاشکند کې د اقتصادي او امنیتي غونډې له ترسره کېدو سره هم‌مهاله ټاکل شوې، د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه د شانګهای همکاریو سازمان غونډه هم دغه هېواد کې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام