د سپټمبر۱۱ پېښه؛ د افغانستان له شتمني د قربانیانو کورنیو ته غرامت نه ورکول کېږي
د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د کنګل کړل شوې شتمني څخه د ۳.۵ میلیارډ ډالرو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده.
د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د کنګل کړل شوې شتمني څخه د ۳.۵ میلیارډ ډالرو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده.
د افغانستان پر امانت صندوق د څارنې بورډ لومړنۍ غونډه پرون په سویس کې جوړه شوه.
د افغانستان بانک پخواني رییس او د افغانستان د امانت صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي سلاموطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې یې د درېنیم میلیارډه ډالرو پر دوران کې اچولو بحث کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلکېدو سربېره به امریکا له اسلامي امارت سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي. والسټرېټ ژورنال لیکلي و چې امریکا په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې هم درولي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی. که څه هم د ا.ا حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمنالظواهري مړینه نهده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.
د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د پانګوالو پروړاندې د اسلامي امارت له تګلارې شکایت کوي. د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په وینا، د مالیې وزارت د دوی ۶۰ میلیارده افغانۍ کنګل او د خصوصي شرکتونو مسوولان یې ممنوعالخروج اعلان کړي دي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه. د چین سفیر وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.
ټاکل شوې د امریکا نیویارک ایالت کې یوه محکمه د افغانستان د ۳ نیم میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه پرېکړه وکړي.
د افغانستان بانک عالي شورا غړي شاه محرابي ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا په درشل کې دی او امریکا کولای شي چې د پاشلتیا مخه یې ونیسي. نوموړي الجزیرې خبري شبکې ته په یوه استولي لیک کې ټينګار کړی چې افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخ دی او د مخنیوي حل لاره یې نیویارک کې ده.
د کندوز ولایت د خاناباد ولسوالي د برښنا بند پروژې د بنسټ ډبره نږدې څلور لسیزې وړاندې د هغه مهال حکومت له لوري کېښودل شوه چې د رغېدو چارې هم روانې وې، خو د کورنیو جګړو له امله بیا دغه پروژه په ټپه ودرېده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون