د هرات د امنیتي غونډې یوولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې «دوشنبې» ښار کې پرانېستل شو. دا غونډه چې ټاکل شوې د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو هم دوام وکړي، «افغانستان ته د بیاکتنې او متفاوتو کړنلارو» په نوم جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د تېر حکومت یوشمېر سیاسي څېرو او د ځینو نورو هېوادونو استازیو په خپلو ویناوو کې د ا.ا پر کړنلارې او د افغانستان په اړه د نړۍ پر چلن نیوکې وکړې.
د غونډې ويناوالو ویلي چې د افغانستان له اوسني سياسي وضعیت او ناورین څخه د وتلو لاره په هېواد کې د خلکو او قانون پر بنسټ د ټولشموله حکومت جوړېدل دي.
د تېر حکومت د امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا په دې غونډه کې د افغان سیاسي څېرو او ګوندونو ترمنځ د همغږۍ د نشتون په اړه ویلي: «په افغانستان کې باید داسې شرایطو ته لاره هواره شي چې د خلکو حقونه او ازادي پهکې وي، اساسي قانون ولري، د نارینه او ښځینهوو ترمنځ توپیري چلن و نهشي، په رښتینې توګه خلک واکمن وي او واک انحصار نهشي.»
سپنتا د افغانستان په اړه د نړیوالو پر چلن هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا او ناټو باید ومني چې د جمهوري نظام په سقوط کې یې ونډه لرله.
د دې ترڅنګ، د تېر حکومت د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل بیا د افغانستان په اړه د نړیوالو د نظراختلاف په هېواد کې د ستونزو او ناورین د دوام یو لامل بولي. هغه زیاته کړې: «په دې اړه لیدلوري ډېر توپیر سره لري، ځینې افغانستان یو تور غار بولي، خو ځینې نور ورته د فرصت په سترګه ګوري. افغانانو ته د افغانستان بېرته را ګرځول د دغو بېلابېلو لیدلوریو حل ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، په اوسني وضعیت کې د تېر حکومت د ځینو سیاسي څېرو په ګډون، د دا ډول غونډو جوړول په افغانستان کې د مثبت بدلون په راوستلو کې مرسته نهشي کولای.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وايي: «په دوشنبې کې د هرات امنیتي غونډه هم د دغو غونډو له ډلې ده چې زه فکر کوم هېڅکله به پایله ونه لري، یوازې یوه پروژه ده او ښايي څو جوړوونکو ته یې ځینې لاستهراوړنې ولري، خو په اوس وخت کې به د افغانستان لپاره هېڅ ډول لاستهراوړنه ونه لري.»
د یادونې ده چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د بېلابېلو لوریو هغه نیوکې رد کړي چې اوسنی سرپرست حکومت ټولشموله نهدی او په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی نه کېږي.