کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ دواړه لوري د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې کوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب‌الله ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد پلاوی به د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل او د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې اترې وکړي.

«د هرات امنیتي غونډې» یوولسم پړاو په تاجکستان کې پیل شو

د هرات امنیتي غونډې یوولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې «دوشنبې» ښار کې پرانېستل شو. دا غونډه چې ټاکل شوې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو هم دوام وکړي، «افغانستان ته د بیاکتنې او متفاوتو کړنلارو» په نوم جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ا.ا پر کړنلارې او د افغانستان په اړه د نړۍ پر چلن نیوکې وشوې.