Asset 1SWN

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ دواړه لوري د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې کوي

۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په رسمي بلنه د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرایوي رییس نقیب‌الله ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد پلاوی به د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل او د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې اترې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وخت‌ناوخت له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو تړل کېدل، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو درول، د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې د افغان سوداګرو لپاره د پاسپورټ او ویزې په برخه کې د پاکستان ضرب‌الاجل او د سوداګرۍ پر راتلونکې پالیسي خبرې له ا.ا سره د پاکستاني پلاوي د خبرو اصلي موضوعات دي.

نقیب‌الله ساپی وايي: «په ۱۴۰۲ کال کې له پاکستان سره زموږ سوداګري ناسم لوري ته ولاړه. څلور ځله یوازې د تورخم بندر وتړل شو، څلور میاشتې کېږي چې سپین‌بولدک تړلی، شپږ میاشتې انګور اډه تړلې وه. افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال پر همدغو مسایلو خبرې کېږي؛ راتلونکي سوداګریزه پالیسي هم روښانه کېږي، ښايي د ښه‌والي خوا ته ولاړ شوو.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، د دواړو هېوادونو چارواکي به د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم بحث وکړي. هغه زیاتوي:

یوشمېر افغان سوداګر وايي، اسلامي امارت او د پاکستان حکومت باید د هغوی د ستونزو حل لپاره بنسټیزې حل‌لارې ولټوي او ورته د ژمن پاتې کېدو ډاډ ورکړي. افغان سوداګر عبدالولي بابکرخېل او مخلص وايي:

«په بندرونو کې ستونزې ډېرې دي؛ زموږ کانټینرونه تر اوسه تړلي، د تګ اجازه نه ورکوي. د ویزې او پاسپورټ لپاره د وخت ټاکل بله ستونزه ده. باید د تېر په څېر سوداګرو ته اجازه ورکړي چې دواړو خواوو ته تګ‌راتګ وکړي.»

«دا چې د مارچ یودېرشمه د پاسپورټ او ویزې لپاره موده ټاکل شوې، دا سوداګرو ته یوه اندېښنه ده. هیله‌مند یوو چې په دغه سفر سره ځینې ستونزې حل شي. له بده مرغه ځینې پرېکړې نه عملي کېږي او موږ ترې زیانمنېږو. هغه محدودیتونه چې د قراردادونو خلاف دي، باید لرې یې کړي او ټولو ستونزو ته باید حل‌لارې ولټوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې و چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی به د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام