یوشمېر هغه افغان کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راکډه شوي وايي، لا هم د استوګنې لپاره ځای نه لري او په وینا یې، په سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. اسدالله او شباب له حکومت څخه غواړي چې د اوسېدو ځای برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.
«یوهنیمه میاشت کېږي چې افغانستان ته راغلي یوو. موږ د اوسېدو ځای نه لرو او له سرپرست حکومت څخه غواړو چې کورونه راته جوړ کړي.» «موږ له حکومت څخه غواړو چې کورونه راته جوړ کړي او زموږ د خوړو اړتیاوې پوره کړي؛ ځکه دا د ژوند لومړني خدمتونه دي چې موږ باید ورته لاسرسی ولرو.»
په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هغه افغانان چې له پاکستان څخه هېواد ته را اېستل شوي او د اوسېدو ځای نه لري، د هغوی له پېژندنې وروسته به یې د کورنۍ د غړیو شمېر ته په کتو ځمکه ورکړل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، پر دغو کورنیو به په ټول هېواد کې ۲۰۰۰۰۰ نومرې ځمکه ووېشل شي. هغه زیاتوي: «هغو اړمنو کورنیو ته چې په افغانستان کې ځمکه نه لري او د غړیو شمېر یې لس کسان وي، لس بسوې او هغو کورنیو ته چې د غړیو شمېر یې ډېر وي، پنځلس بسوې ځمکه ورکول کېږي. که غواړي چې د کرنې برخه کې کار وکړي، دولتي ځمکې به په اجاره ورکړل شي.»
پاکستانې حکومت د تېرې نومبر میاشتې له دویمې نېټې راهیسې څه باندې ۴۱۸ زره هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سندونه یې نه لرل، په زوره له دغه هېواده افغانستان ته را اېستلي دي.